په افغانستان کې د ازادۍ پر ساتلو د طالب چارواکو ټينګار

طرز پرس

28 اسد 1403

news-1629537223-1537.jpg

طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې د لمانځلو په مراسم کې چې د امیر امان الله خان په مشرۍ ترلاسه شوې وه، په دودیز ډول د ازادۍ په ساتلو ټینګار وکړ.
طرز پرس: ملا عبدالغني برادر د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال په دغه غونډه کې ویلي: «لکه څنګه چې د ازادۍ ترلاسه کول مهم دي، همداسې یې ساتل هم مهم دي.» دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې څلور ورځې مخکې، د زمري په ۲۴مه، طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې د بیا واکمنېدو په مناسبت جشنونه جوړ کړل او دا ورځ یې د افغانستان د آزادۍ ورځ په توګه ولمانځله. طالبانو په دې ناسته کې وویل چې دغه ازادي د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ماتې په پایله کې، ترلاسه شوې ده. دا څرګندونې په داسې وخت کې د طالبانو د چارواکو لخوا کیږي چې د افغانستان هوایي حریم لا هم د لویو نړیوالو ځواکونو او حتی د پاکستان تر واک لاندې ګڼل کیږي. راپورونه په دوامداره توګه خپاره شوي چې بې پیلوټه الوتکې د افغانستان هوایي حریم نقضوي. همداسې څو ځله داسې راپورونه خپاره شوي چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو په کونړ او نورو سیمو کې خپل مشخ اهداف په نښه کړي دي.
له دې ټولو سره سره د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، یوې رسنۍ سره په خبرو کې د بې پیلوټه الوتکو له خوا د افغانستان د هوایي حریم نقض کول منلي، خو ویلي یې دي چې لا معلومه نه ده چې کله به یې مخه ونیول شي.