ملګري ملتونه: درې کاله د افغان ښځو حقونه داسې یو رژیم نقض کړې چې خپله مشروعیت نه لري

راشد صافی

طرز پرس

25 اسد 1403

636213882087711026.jpg

ملګري ملتونه د زمري ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ دریم کال ته په غبرګون کې ویلي چې په دغو دریو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو انساني حقونه د یوه داسې رژیم له لوري نقض شوې چې خپله هم کورنۍ او نړیوال مشروعیت نه لري. ملګري ملتونه ويلي د افغانستان وضعیت نور هم مخ پر خرابېدو دی او له دې کبله پیاوړو او اغېزناکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا ده.

طرز پرس- د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بینټ او د دغه سازمان ۱۹ نورو غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت عادي نه کړي او پرځای یې د عدالت په نړیواله محکمه کې د دغې ډلې د مشرانو پر وړاندې د بشري حقونو د نقض په اړه د پرانېستل شوې دوسیې ملاتړ وکړي. اعلامیه کې راغلي، د تېرو دریو کلونو پر مهال د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو د یوه داسې رژيم له لوري سخت بریدونه شوي چې پخپله هم کورنۍ او نړیوال مشروعیت نه لري.
د ملګرو ملتونو په دغه اعلامیه کې ويل شوي چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې تر ۸۰ زیات فرمانونه ورکړي او په دغو فرمانونو کې تر ټولو ډېر د ښځو او نجونو حقونه يې په نښه کړي او محدود کړي دي. اعلامیه کې له نړیوالې جنايي محکمې غوښتل شوي چې د افغانستان په تړاو دې خپلې څېړنې چټکې کړي تر څو هغه قضیې مخته ولاړې شي چې په تړاو يې کافي شواهد شته.
دوي ویلي: «همدا راز موږ د ښځو په وړاندې د ټولو تبعیضونو د مخنیوي د کنوانسیون د نقض او نورو اسنادو له مخې د عدالت په نړیواله  محکمه کې د افغانستان په تړاو د قضیې د پیلېدو ملاتړ کوو.»
د ملګرو ملتونو لخوا د دغې خپره شوې اعلامیې په بله برخه کې راغلي چې طالبان «خپل مخالفین، مدني ټولنې او رسنۍ ځپي» او دغه ډله په تېریو دريو کلونو کې نه ده توانېدلې چې د یو حکومت په توګه د افغانانو پر وړاندې خپل مسوولیتونه وپېژني.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې په سياسي بهیرونو او ډيپلوماټیکو تعاملاتو کې باید د غیر طالب وګړو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو غږ او بشري حقونه واورېدل شي. د دوی په وینا، دا ډېر ارزښت لري.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو درېیم کال پوره شو؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او تر ټولو ژور دلیل یې دادی چې نړیواله ټولنه د یو مسوول حکومت په توګه، د دغې ډلې پر ظرفیت او وړتیا ډاډه نه دي.