اسلام اباد کې افغانې ښځې: طالبانو لخوا زموږ په حق کې د شوي ظلم پر وړاندې نړۍ هم مسؤوله ده

طرز پرس

26 اسد 1403

d30e1e26-badf-470a-8500-371a94d5d8ad.jpeg

په اسلام اباد کې تبعید شوې افغانې ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی پر انساني او بشري حقونو د طالبانو لخوا د «ظالمانه» بریدونو مخه ونیسي.
طرز پرس- دغو افغانو ښځو د اګست ۱۵ مې ته په غبرګون کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې پر ښځو د وضع شوي محدودیتونو پړه نه یوازې پر اوسنۍ حکومت بلکه پر نړېوالو هم راګرځي، ځکه د دوی په وینا، خپل مسوولیتونه یې نه دي پرځای کړي. یو له دغو ښځو څخه بصیره کوشا طرز پرس ته په را لېږل شوي غږیز پیغام کې وویل چې نړېوالې ټولنې ډېر مخکې کولای شوای چې د ښځو پر وړاندې د وضع شوي محدودیتونو مخه ونیسي. مېرمن کوشا زیاته کړه: « لومړی مسوول خو طالبان دي او په دويم قدم کې خپله نړۍ مسووله ده چې تر اوسه د افغان ښځو د لومړنیو حقونو لپاره یو اغیزناک ګام چې باید یې پورته کړی وای، له بده مرغه دا کار یې نه ده کړې.» په همدې حال کې مېرمن خدیجې هم طرز پرس ته ويلي چې د اګست ۱۵مه د افغانانو لپاره یوه توره او بده ورځ وه. د نوموړې په وینا، له افغان ښځو د کار، ژوند او تحصیل حقونه اخېستل شوي دي. مېرمن خدیجې زیاته کړه: « ښځو پر وړاندې بدمرغۍ له همدې ورځې پیل شوې او نه یوازې موږ بدمرغي شولو، ان زموږ اولادونه هم بدمرغي شول او ښوونځي یې پر مخ بندې شوې.»
دغو ښځو همداراز له نړیوالو غوښتنه وکړه چې طالبان تر هغو د یو حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژني، څو چې د افغانو ښځو حقونو او انساني ازاديو ته یې درناوی نه وي کړی. 
دا په داسې حال کې ده چې په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کې هم د اګست په ۱۵مه د دغې ډلې درېمې کلیزې په مناست یوه غونډه جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د بهرنیو هېوادونو د ټيټې کچې یو شمېر ډيپلوماټانو ترڅنګ، پاکستاني مطرحو سیاستوالو هم ګډون کړی وو.