د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ننګرهارکې د ۱۷ سیمه ییزو رسنیو جواز د فریکونسي مالیې د نه ورکړې له کبله ځنډولي او خبرداری یې ورکړی، تر هغو به د فعالیت اجازه ورنه کړي چې خپل پخواني مالیات یې نه وي ورکړي.
د طرز پرس په رپوټ، دغه مرکز نن دوشنبه د زمري په ۱۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی چې پر دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او له سیمه ایزو رسنیو سره عادلانه چلند ولري. د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د ننګرهار د خصوصي راډیوګانو او ټلویزیونونو د جواز د ځنډولو پرېکړه په شفاهي او لیکنیزه بڼه د رسنیو مسوولینو ته رسېدلې ده. د دغې وزارت په وینا دا پرېکړه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تطبیق وړ ده.
که څه هم تر اوسه د دغو راډيوګانو او ټلوېزيونونو د کار پر وړاندې کوم خنډ نه دى رامنځته شوى. خو د رسنیو مالکانو ته خبرداری ورکړل شوی چې که ژر تر ژره خپل جوازونه نوي نه کړي، د دوی رسنۍ به وتړل شي. په همدې حال کې د ننګرهار د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو په يوه رسمي مکتوب کې د طالبانو له سيمه ييزې ادارې څخه د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې دا موضوع دې د اطلاعاتو فرهنګ او مخابراتو وزارتونو له چارواکو سره شريکه شي.
د افغان خبريالانو مرکز زياته کړه، چې د ننګرهار سيمه ييزې راډيوګانې او ټلوېزيونونه بايد هر کال د فريکونسي جواز د نوي کولو لپاره (۱۰۸ زره افغانی) او ٢٥ ډالره اضافي فيس ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، ټولې سیمه ییزې رسنۍ په پور کې دي او د دوی پورونه له یو کال څخه تر لسو کلونو پورې لا پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ننګرهار ولایت کې د خصوصي تلویزیون انعکاس، نرګس او اصلاح راډیوګانو فعالیت بند شو. دا مهال درې خصوصي ټلویزیونونه، بهار، شرق ارزښت او د همیشه بهار نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مینه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هود، سپین غر او الفت په ګډون ۱۴ راډیوګانې فعالیت کوي.
طالبان ننګرهار کې د ۱۷ سیمهییزو رسنیو جوازونه وځنډول
ترانه سپاهی
طرز پرس
15 اسد 1403