سراج الدین حقاني: نړېواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

طرز پرس

24 اسد 1403

5868355.jpg

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره تعامل وکړي، ځکه د هغه په اند اوس تر هر وخت ډېر له دوی سره تعامل ته زمینه برابره شوې.
طرز پرس - سراج‌الدین حقاني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د زمري ۲۴مه، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې او دغه ورځ یې یوه تاریخي او د "اشغال" پای وبلله. حقاني په دې اړه چې نړیوال باید څنګه له طالبانو سره تعامل وکړي، ډېر جزئیات ور نه کړل، خو په ضمني توګه یې وویل چې حکومت یې باید د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې غونډه کې ادعا وکړه چې طالبانو د افغانستان وروستیو پنځو لسیزو جګړو ته د پای ټکی ایښی او اوس په افغانستان کې هوساینه او امنیت شتون لري.
له بلې خوا، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، په دغه غونډه کې وویل چې دوی د نژادي تعصب، قومي، ژبني او سیمه‌ییز تبعیض له منځه وړلو کې بریالي شوي دي. د حنفي په باور، د بښنې فرمان په افغانستان کې د خلکو تر منځ "ورورولي" ته زمینه برابره کړې ده.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت درې کلن شو خو لاهم نړیوال یې په رسمیت نه پېژني. طالبان له متحده ایالاتو سره د سولې له هوکړې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول. دا هغه تاریخي ورځ وه چې په ۲۰۰۱ کال کې د بُن د توافق له مخې رامنځته شوی جمهوري نظام پای ته ورسېد او طالبان د دوحې د توافق پر بنسټ بیا واک ته ورسیدل.