د پښتو ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير بېګاه شپه د پاکستان په اسلام آباد کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
طرز پرس ـ په خواله رسنیوکې په یوه خپره شوې وېډيو کې لېدل کيږي چې علي وزير د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د پولیسو له خوا نېول کیږي.
علي وزیر په دې ویډیو کې په اردو ژبه وايي چې پولیسو په ده باندې قصداً اکسيډنټ کړی او اوس یې په زوره له ځان سره بیايي؛ خو د علي وزير خبرې لا خلاصې نه دي چې د پاکستان پولیس ورته نور د خبرو اجازه نه ورکوي او کامره هم پرې بندوي.
«هو هو. دوی قصدآ په مونږ باندې ايکسيډنټ وکړ. موږ اوس دا روغتون ته راوست. دلته هم موږ يو او هلته هم و. داسې کومه خبره نه ده. پوليس موږ په په زور بيايي. دوی زموږ سره زياتی کوي او پوليس چې دي…»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړي او ویاند فضل خان ايډوکېټ طرز پرس ته وویل چې علي وزير تر دغو خبرو وروسته، د پولیسو لخوا بیول شوی دی او نور معلومات ترې نشته. د فضل خان په وینا، علي وزير د یوې پلان شوې دسیسې په نتیجه کې نیول شوی دی. نوموړي د پېښې کېسه داسې کوي. «نن علي وزير په اسلام آباد کې زېروپایڼټ علاقه کې پخپل ګاډي کې ناست وو، چې دوه موټرسایکل راغلل او لومړی پخپلوکې وجنګېدل او بیا د علي وزير له ګاډي سره وجنګېد. اوس معلومه نه ده چې دوی څه پلان جوړ کړی وو. په هرحال په موټر سایکل درې نامعلوم کسان ناست وو او موټر سایکل پلیټ هم نه درلود. یو کس په دو کې زخمي شو او هغه نور وتښتېدل. بیا علي وزیر له دغه ټپي سره مرسته وکړه او هغه یې د اسلام آباد پیمز هسپټال ته بوتلو. بس لږ ساعت وروسته د اسلام آباد پولیس راغلل او علي وزیر یې ګرفتار کړ او سکرټریت ټانې ته یې انتقال کړ»
د علي وزير تر نېول کېدو وروسته د نظر خاوندانو پر خواله رسنیو ولیکل چې دا اقدام د منظور پښتین لخوا د اکتوبر پر ۱۱مه د جوړېدونکي لویې جرګې د سبوتاژ کولو لپاره د اسلام آباد یوه ډراماټیکه هڅه ده. منظور پښتین وايي، په دې جرګه کې به دا پرېکړه کېږي چې پښتانه پاکستان کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره کومه لاره غوره کړي. منظور پښتین د جرګې فیصله هغه مهال وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مرکزي غړی حضرت میر مشهور په “ ګیله من وزیر” په اسلام آباد کې په یوه پېچلې پېښه کې لومړی ټپي او بیا د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.