یوې ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې د ایران پولیسو داسې افغان کم عمر لرونکي کډوال یې هم نيولي چې عمرونه یې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، او دا په داسې حال کې چې هغوی د اوسېدو اړوند اسنادونه هم لري.
طرز پرس - د ایران شرق ورځپاڼې د شنبې په ورځ، د زمري ۲۰مه، راپور ورکړ چې ایراني پولیسو اکثراً د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني اسناد نه څاري، او په نیول شویو کسانو کې داسې ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، او ځینې یې حتی توقیف خونو او پوځي مرکزونو ته هم لېږدول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، تر ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو نیول او شړل، د ایران د قوانینو خلاف دی، خو همدا خلاف کارونه د ایراني پولیسو لخوا ترسره کیږي. په دې راپور کې د ۱۵ کلن امیر علي یادونه شوې چې په دې وروستیو کې د ایران پولیسو لخوا نیول شوی و. شرق ویلي چې د امیر علي اوږه ټپي شوه او د هغه د غوږ آله چې په ډېرو ستونزو سره تر لاسه شوې وه، د نیولو پر مهال په اخ و ډب کې له منځه لاړه.
د امیر علي له کورنۍ سره یوه ټولنیزه مرسته کوونکې سیما صدر، شرق ته وویل، هغه افغان ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، د شړلو لپاره نیول کیږي، سره له دې چې کافی اسناد هم لري. صدر ویلي چې د امیر علي په څېر یې د ډېرو نورو ورته پیښو شاهده وه: "دا لومړی ځل نه دی چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان پرته له دې چې د هغوی د هویت اسناد وڅېړل شي، کمپونو ته د شړلو لپاره لیږل کیږي."
دا ټولنیز فعال وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې، هغه په ځلونو د ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د ماشومانو د نیولو راپورونه اورېدلي، پرته له دې چې د هغوی د هویت اسناد وپوښتل شي. په ورته وخت کې، یو حقوقي فعال رضا شفاخواه، شرق ته وویل چې د کوچنیانو نیول د اسلامي جمهوریت د قوانینو او د هغو کنوانسیونو خلاف دی چې ایران لاسلیک کړي دي.
شفاخواه ټینګار وکړ چې "غیرقانوني کډوال" باید د کډوالو اړوند تړون او داخلي قوانینو مطابق ونیول شي. هغه وویل، "پولیس داسې ونه کړي چې په سړکونو کې هر څوک، که اسناد لري او که نه، ونیسي او مستقیم پوځي اډو ته د شړلو لپاره انتقال کړي. پولیس باید په خپله دا ډول اقدام ونه کړي."
دا حقوقي فعال ټینګار وکړ چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره لرونکو ماشومانو شړل د قوانینو له مخې منع دي او ټینګار یې وکړ هغه کډوال چې شړل کیږي، باید د محکمې د حکم سره سم او د کورنۍ په حضور کې باید دا پرېکړه وشي. شفاخواه د وروستي پیښې په اړه چې یو ایراني پولیس د یو ۱۵ کلن افغان سید مهدي په غاړه زنګون ایښی و، وویل، پولیس هېڅ حق نه لري چې په چا باندې فزیکي برید وکړي: "دا ټول کارونه غیرقانوني دي، خو هغه څه چې موږ په ښار کې وینو دا دي چې که کډوال اسناد لري یا نه، دوی شړل کیږي."
تر هغه وروسته چې پر سید مهدي دا پېښه ترسره شوه، په تهران کې د طالبانو د سفارت چارواکو هم اعلان وکړ چې دوی به دا موضوع له ډپلماټيکو لارو وڅېړي.