د زمري ۲۴مه، د هېلو د پړځېدلو ورځ

رحیمي

طرز پرس

25 اسد 1403

OIP.jpeg

ما په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پوسټونه وپلټل څو د "جمهوریت" د سقوط او د "امارت" د واکمنۍ په اړه د افغانانو د غبرګونونو یوه ټولیز انځور وړاندې کړو. غبرګونونه بېلابېل دي، ځینې یې ښه ویلي او ځینې یې بد؛ خو تر ټولو ډېر انتقادي پوسټونه د افغان نجونو او ښځو له ادرسه خپاره شوي دي.

طرز پرس – لومړی د افغان ښځو د یوې غړې صالحه عیني نظر ته اشاره کوو. هغې په فیسبوک کې پر نړېوالې ټولنې نیوکه کړې چې ولې د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه چوپ پاتې دي. هغې ویلي که د نړۍ دا چوپتیا دوام وکړي، د طالبانو حکومت به د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره لا جرات ترلاسه کړي. له بلې خوا مروه امیني، چې یوه بله افغانه جینۍ ده، پخپل انسټاګرام کې د یوې ښځې عکس له «چادرۍ» سره خپره کړې او د ښځو پر وړاندې د طالبانو له لوري د اعمال شویو محدودیتونو پرضد یې اعتراض کړی دی. هغې ویلي چې طالبان "ظلم" کوي او نړیوال یې یوازې ګوري. مروه دا ورځ یوازې د یوه دولت د سقوط ورځ نه، بلکې د یو ملت د هیلو د سقوط ورځ بللې ده.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې ویلي چې په دې درېو کلونو کې د ښځو حقونه په افغانستان کې د یوه داسې رژیم له لوري نقض شوي چې نه کورنی او نه نړیوال مشروعیت لري.
د ښځو مسله یوازینی مشکل نه دی چې افغانان پرې شکایت کوي، بلکې د بیان آزادي، فردي او ټولنیزې آزادۍ، په ادارو کې د شفافیت نشتوالی او د طالبانو له خوا د ځواب ویلو د دريځ نشتوالی هغه بنسټیزې ستونزې دي چې خلک ترې کړېږي.
رحمت الله نبیل، چې د جمهوریت د دورې یو پخوانی چارواکی دی، په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د افغانستان د تاریخي تراژیدیو یوه بله ژوندۍ بڼه وه. هغه لیکلي: «دا ورځ د هغه سقوط یادونه کوي چې د لسیزو جګړې، ناامنۍ او ټولنیزو او سیاسي ناخوالو نتیجه وه؛ دا نه یوازې د یو نظام سقوط وو، بلکې د افغانانو هیلې او ارزوګانې یې هم له خاورو سره خاورې کړې.»
همدارنګه محمد اکرام اندیشمند، چې د ټولنیزو رسنیو یو فعال دی، په فیسبوک کې د افغان نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کولی شي د ټولنې یوه لویه برخه له زده کړو محرومه کړي. هغه په پای کې د طالبانو په اړه څو مثبت ټکي هم یاد کړي چې د ښاغلي اندېشمند په وینا، د زورواکو تېښته او د هغوی د "نامشروع" شتمنیو پاتې کېدل، د تېرو شلو کلونو د ځواکمنو جزایرو له منځه تلل، په لویو لارو کې د امنیت راوستل، د فساد کمښت او په ساختماني چارو کې شفافیت د دې درېیو کلونو له مثبتو ټکو ګڼل کیږي.