سیمه

1631371712_faiz-hameed.jpg

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیول شوی دی

د پاکستان چارواکي وایي چې د دې هیواد د استخباراتو پخوانی رئیس فیض حمید، د ځمکې غصب او د قیمتي اجناسو تښتولو په تور نیول شوی دی.
NWJkNzUj0wE0.jpg

پر اسراییل د ایران برید ممکن درې یا څلور ورځې وخت ونیسي

طرز پرس - د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمیسیون غړي احمد بخشایش اردستاني د شنبې په ورځ «د اګست ۱۰مه» رسنیو ته ویلي چې تهران د دغو بریدونو له پایلو هم خبر دی او د هغې لپاره به چمتووالی ونیسي.
Pakistan Army Fresh Wallpapers 2013 (1).jpg

پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي برید له کبله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې 'ای اېس پي ار' په یوه بیان کې ویلي، چې دا برید د جمعې په ورځ د اسد په ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې ترسره شوی او په ترڅ کې یې د پاکستاني پوځ څلور جنګیالي هم وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان هم د دې برید مسوولیت منلی، خو ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
BFOPL77FIPRRAEUK3G2JHUN6KA.jpg

سعودي: په تهران کې د هنیه وژنه د ایران د حاکمیت ښکاره نقض ده

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو یوه اونۍ وروسته، سعودي عربستان اعلان وکړ چې دا د ایران د حاکمیت ښکاره نقض ده او دوی د دغه عمل خلاف دي.
OIP.jpeg

نیویارک ټایمز: ایران د روسیې په ځواکمن دفاعي سیسټم تجهیز کيږي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې ایران د روسیې په ځواکمن دفاعي سیسټم تجهیز کیږي او مسکو وار له مخه تهران ته د دغو پرمختللو دفاعي تجهیزاتو استول پیل کړي دي.
download.jpeg

واشنګټن: امریکا په سیمه کې د کړکېچ مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده

په سیمه کې د را پېښېدونکي جګړې د احتمال په اړه له را پیدا شویو اندېښنو وروسته، واشنګټن اعلان وکړ چې د دغو احتمالي جګړو د کمولو او مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده.
4204707.jpg

د کړکېج مخنیوي لپاره د تهران د دریځ بدلولو په موخه ډیپلوماتیکې هڅې

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په یوه ناڅاپي سفر تهران ته تللی او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې لېدلي دي. امریکایي رسنیو ویلي چې ښاغلی صفدي د اسرائیل پر ضد د اقداماتو په اړه د تهران د دریځ بدلولو په موخه تهران ته تللی وو، خو پزشکیان ورته ویلي چې د "اسرائیل تېروتنه به بې ځوابه پاتې نه شي."
OIP.jpeg

بلینکن: ایران او حزب الله ممکن په ۲۴ساعتونو کې پر ایران برید وکړي

امریکايي خبري اژانس اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د G7 هېوادونو غړو سره په یوه مجازي ناسته کې ویلي، ایران او حزب الله ممکن له دوشنبې ورځې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په اسراییل خپل بریدونه پیل کړي.
GT2CnH6XoAAFVkU.jpeg

تهران کې د هنیه د ترور په تړاو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون ۲۴ کسان نیول شوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د استخباراتو ادارې، ۲۴ لوړپوړي امنیتي او استخباراتي افسران د تهران په شمال کې د اسماعیل هنیه د وژنې په تړاو نیولي دي.
962595-khamenei.jpg

نیویارک تایمز: علی خامنه یې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو امر کړی

نيويارک ټايمز د ایران د امنيتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد مذهبي مشر علي خامنه اي د ایران امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د اسماعیل هنیه د ترور په غبرګون کې په مستقیم ډول د اسرائيل حيفا او تل اویو ښارونه په نښه کړي.