د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمیسیون وايي چې پر اسراییل د دوی برید ممکن درې یا څلور ورځې نور وخت ونیسي.
طرز پرس - د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمیسیون غړي احمد بخشایش اردستاني د شنبې په ورځ «د اګست ۱۰مه» رسنیو ته ویلي چې تهران د دغو بریدونو له پایلو هم خبر دی او د هغې لپاره به چمتووالی ونیسي.
پر اسراییل د ایران برید په اړه خبرداری، په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته زیات شوي دي، خو تر اوسه د دې برید دقیق جزیات نه دي څرګند شوي. واشنګټن ویلي، مخکې له مخکې یې تهران ته دا پیغام رسولی چې که پر اسراییل کوم لوی برید ترسره شي، سخت ځواب به ترلاسه کړي.