بلینکن: ایران او حزب الله ممکن په ۲۴ساعتونو کې پر ایران برید وکړي

طرز پرس

15 اسد 1403

OIP.jpeg

امریکايي خبري اژانس اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د G7 هېوادونو غړو سره په یوه مجازي ناسته کې ویلي، ایران او حزب الله ممکن له دوشنبې ورځې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په اسراییل خپل بریدونه پیل کړي.
طرز پرس - د اکسیوس د راپور پر بنسټ، انتوني بلینکن ويلي چې د برید دقیقه نېټه لا هم روښانه نه ده او "هغه په ​​​​دې اړه ډېر معلومات" نه لري. اکسیوس لیکلي چې د جي ۷ هېوادونو غړو په دې غونډه کې "په منځني ختیځ کې د کړکیچ د کمولو په بیړنۍ اړتیا" ټینګار وکړ. له بلې خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جان فاینر ویلي، چې امریکا په سیمه کې د کړکیچ د کمولو او کنټرولولو لپاره د مختلفو سناریوګانو لپاره تیاری نیسي. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات په دې ورځو کې په سیمه کې د پام وړ پوځي خوځښتونه لري او هدف یې د "تاوتریخوالی کمولو کې مرسته کول" بللی دی.