په دوحه کې د دویم پړاو مذاکراتو پیل؛ آیا اسرائیل او حماس موافقې ته رسېږي؟

طرز پرس

20 حوت 1403

WhatsApp-Image-2023-04-06-at-21.09.54-640x400.jpeg

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل مرکچیان د حماس له ډلې سره د دویم پړاو مذاکراتو د پیل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي. له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، استیو ویتکاف، هم له سیمه‌ییزو منځګړو سره یوځای شوی، څو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اختلافاتو کمولو ته لار هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه یو امریکایي چارواکي له حماس سره نیغ په نیغه اړیکه «بې‌سارې او ګټور» بللی. خو سره له دې، اساسي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي. اسرائیل د موقت اوربند د تمدید غوښتنه کوي څو نور یرغمل شوي کسان آزاد کړي، خو حماس د جګړې د بشپړ پای او د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه لري.

له بلې خوا، د اسرائیل کورنی سیاست هم له فشار سره مخ شوی. د نتانیاهو په کابینه کې سخت دریځي حماس ته د هر ډول امتیاز ورکولو مخالفت کوي، خو د یرغمل شویو کسانو کورنۍ بیا پر حکومت فشار راوړي، څو یوې انساني توافق ته ورسېږي او یرغمل شوي کسان وژغوري.

سره له دې چې ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، خو لا هم د اسرائیل او حماس ترمنځ د یو هر اړخیز اوربند لپاره کومه هیله نه ښکاري.