د امریکا چارواکو یو پاکستاني ډیپلوماټ له لاس انجلس څخه دیپورټ کړ

طرز پرس

21 حوت 1403

Y8ItFJ6uom2vBV7LRcgfYC8OcJIyHh-1500x800.jpg

امریکايي چارواکو د پاکستان یو لوړپوړي ډپلمات ته اجازه نه ده ورکړې چې لاس انجلس ته سفر وکړي او هغه یې په بېړني ډول بېرته شړلی دی. دا ډیپلوماټ احسن واګن نومېږي او په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر دی.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې دا لوړ پوړی پاکستانی ډیپلوماټ ولې له هوايي ډګره بېرته وشړل شو، خو د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، «د ویزې په برخه کې ځينې جنجالي مسایل» د نوموړي د شړلو لامل شوی دی.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د کډوالو چارواکو په هوايي ډګر کې احسن واګن ودرواه او د هغه د بېړني اخراج امر یې وکړ. ویل کېږي چې سفیر واګن د امریکا ویزې او ټول سفري اسناد له ځان سره درلودل. نوموړي د شخصي سفر په موخه لاس انجلس ته روان و، خو د امریکا چارواکو له هوايي ډګره بېرته دیپورټ کړ.

د سرچینو په وینا، د امریکا د کډوالو په سیسټم کې د دغه پاکستاني چارواکي پر ویزې «مشکوک اعتراضي نښې» لیدل شوي؛ خو لا روښانه نه ده چې د هغه پر ضد کوم ځانګړي اعتراضات وړاندې شوي دي.

دپلماټیک سرچینې همدارنګه ویلي چې د دې موضوع د جديت په پام کې نیولو سره، ښايي ښاغلی واګن اسلام آباد ته راوبلل شي تر څو دغه پېښې په اړه سپیناوی وکړي.