
په داسې حال کې چې د ایران مذهبي مشر، علي خامنهای، له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو مخالفت کړی، خو د دې هېواد د ولسمشر مسعود پزشکيان کابینې له واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره شنه څراغ ښودلی او ټینګار یې کړی چې د «اټمي روڼتیا» په اړه خبرې ممکنې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، تازه ویلي چې تهران له چین، روسیې او درېیو اروپایي هېوادونو سره جلا خبرې کوي، څو د امریکا د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې د خپلې اټمي برنامې د «اعتماد او روڼټیا» د زیاتولو لارې ولټوي. عراقچي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ایران حکومت له امریکا سره د «اټمي روڼتیا» په اړه خبرو ته چمتو دی.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران استازولۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، که له مذاکراتو هدف د ایران د اټمي پروګرام د نظامي کېدو په اړه اندېښنې لرې کول وي، دا مسئله د بحث وړ ده.
په ورته وخت کې امریکا او متحدین یې هم د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه د وضاحت او روڼټیا غوښتونکي دي. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، څو ځله ټینګار کړی چې ایران باید د خپل اټمي پرمختګونو په اړه بشپړ شفافیت ولري.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ایران مشر، علي خامنهای، تېره ورځ یو ځل بیا له امریکا سره د خبرو امکان رد کړ او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن د اعظمي فشار پالیسي به نتیجه ورنه کړي.