طالبان او د ښځو حقونه؛ له تضادونو ډک دریځ

جعفر فیصل

طرز پرس

18 حوت 1403

f4743190-d493-11ed-9270-217a3ff520aa.jpg

طالبان ادعا کوي چې دوی د ښځو د حقونو ساتنې ته ژمن دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې «دوی د ښځو د عفت، عزت او شرعي حقونو په ساتنه کې ځان مکلف بولي» او «افغان مېرمنې له فزیکي او رواني پلوه مصئونیت لري.»

خو په افغانستان کې دننه واقعیتونه د طالبانو له ادعاوو سره په ټکر کې دي. طالبان دا څرګندونې په داسې شرايط کې مطرح کوي چې دوی په افغانستان کې د ښځو د زده کړو دروازې تړلي، د ښځو پر کار یې محدودیتونه لګولي او ان د عامه ژوند له صحنې یې شړلي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ تړل کېدل، په دولتي او غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز او د هغوی پر سفرونو بندیزونه، هغه واقعیتونه دي چې د طالبانو دا ادعاوې دروغ او بې اساس ثابتوي.

مجاهد ادعا کړې چې افغان مېرمنې له «فزیکي او رواني مصئونیت» برخمنې دي، خو دا مصئونیت د ازادۍ په زولنو کې تفسیر شوی دی. که د مصئونیت مانا دا وي، چې ښځې باید د کورونو دننه پاتې شي، زده کړې و نه لري، کار و نه کړي، له نارینه سرپرست پرته سفر و نه کړي او حتی د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو اجازه و نه لري، نو دا مصئونیت نه، بلکې د ښځو ټولنیز محو کېدل دي.

طالبان همداراز ادعا کوي چې «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي مخه نیول شوې»، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له ښځو سره د تاوتریخوالي بڼه بدله شوې ده. اوسنی تاوتریخوالی یوازې فزیکي نه، بلکې سیسټماټیک دی؛ ښځې له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې شوي، اعتراضونه یې ځپل شوي، فعالانې نیول شوې او د بې‌عدالتیو پر ضد غږ پورته کوونکي مجبورې شوي چې یا هېواد پرېږدي یا هم خاموشه شي.

د طالبانو ویاند د ښځو د حقونو پر وړاندې د خپلو محدودیتونو د توجیه لپاره دا ټکي هم یاد کړي، چې «موږ د ښځو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې له فرهنګ سره ښکاره توپیرونه لري.» دا استدلال تل د طالبانو له لوري د ښځو د اساسي حقونو د سلبولو لپاره کارول شوی دی. خو پوښتنه دا ده: ایا زده کړه، کار، سفر، سیاسي مشارکت او د ژوند حق، یوازې د «غربي فرهنګ» برخه ده، او که دا د بشر اساسي حقونه دي؟

د طالبانو د ویاند څرګندونې په افغانستان کې له واقعیتونو سره کاملاً برعکس دي. د ښځو د حقونو تامین یوازې په شعارونو نه، بلکې په عملي اقداماتو کېږي. طالبان نه یوازې دا چې د ښځو پر وړاندې د بې‌ساري تبعیض پالونکي دي، بلکې هڅه کوي چې د خپلو سخت‌دریځو پالیسیو لپاره مذهبي توجیهات پیدا کړي. دا دریځ د افغانو ښځو راتلونکی تیاره کوي، د افغانستان نیمایي نفوس له ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي صحنې حذفوي او هېواد نوره هم په انزوا کې اچوي.