
باخبره سرچینې طرزپرس ته وایي چې طالبان او پاکستان د ترینګلتیاوو کمولو او د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. دا هوکړه له هغه وروسته شوې چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم دروازه تړلې ده او کله ناکله د دواړو لوریو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته کیږي.
د طالبانو او پاکستان استازو نن «یکشنبه، د کب ۱۹مه» د همدې موضوع لپاره مذاکرات کړي دي. په دې خبرو کې د طالبانو له لوري ۳۵ استازي او د خیبر پښتونخوا ایالت د سیمه ييزې ادارې ۴۰ چارواکي ګډون کړی و.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دواړو لورو د ترینګلتیاوو کمولو ترڅنګ، د اوښتو خساراتو ارزونې او د شخړهیزو سیمو د زیانمنو شویو برخو د بیا رغولو په اړه هم بحث کړی دی. دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره شوي چې د تورخم دروازه له ۱۷ ورځو راهیسې د طالبانو له لوري د نویو تاسیساتو د جوړولو پر سر د اختلافاتو له امله تړل شوې وه.
د تورخم دروازې تړل کېدو له کبله د دواړو غاړو خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي او په ځینو بازارونو کې یې د اساسي توکو کمښت رامنځته کړی دی. اوس، د دې لومړني هوکړې له مخې، تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عادي تګ راتګ او سوداګرۍ بهیر بېرته پیل شي.