بلوڅ ازادي پالو وسله والو د پاکستان «جعفر اکسپرس» اورګاډی یرغمل کړی

صمیم بارکزی

طرز پرس

21 حوت 1403

maxresdefault (1).jpg

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان د ازادي‌پالو وسله‌والې ډلې نن سې شنبې د کب ۲۱مه، یو مسافر وړونکی اورګاډی «جعفر اکسپرس» چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، تر وسله‌وال برید لاندې راوست او دا اورګاډی یې له ټولو مسافرو سره یرغمل کړل.

د پاکستانۍ رسنۍ ډان نیوز د راپور له مخې، په دغه اورګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ مسافرین سپاره وو. د دې ډلې وسله‌والو ګواښ کړی، که پاکستاني امنیتي ځواکونه پوځي عملیات وکړي، ټول یرغمل نیول شوي کسان به ووژني.

د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند، شاهد ریند، ویلي چې د «پیر وکنی» او «ګدالار» ترمنځ سختې ډزې شوې دي. سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې د بلوچستان ازادي‌پالو جنګیالیو اورګاډی له پټلۍ ښکته کړی او کنټرول یې په لاس کې اخیستی. د دې ډلې ویاند، جیئند بلوچ، ادعا کړې چې د برید پر مهال یې شپږ پاکستاني سرتېري وژلي، چې د دوی په وړاندې یې مقاومت کاوه، او له ۱۰۰ څخه ډېر مسافرین یې اسیران کړي دي.

د دې برید له امله، د «سیبي» په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی، او امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي. د «جعفر اکسپرس» پر اورګاډي برید د بلوچستان د ازادي پالو وسله والو تر ټولو شدید برید بلل کیږي، چې نن ترسره شوی دی. بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د بېلتون‌پالو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول د بلوچستان د ازادي‌پالو د فعالیتونو شاهد دی، چې غواړي د پاکستان له ادارې ځان خپلواکه کړي.