
ملګري ملتونه سبا «دوشنبه» د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. دا غونډه د افغانستان اوسنۍ وضعیت ته متمرکزه ده او د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او نور چارواکي به پکې ویناوې وکړي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي «یوناما» نن یکشنبه، د کب ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې غونډه کې به د افغانستان وروستي حالات او د ملګرو ملتونو د نقش ارزونه وشي. غونډه به د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې ترسره شي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې طالبانو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پر استازولۍ نیوکې کړې وې. طالبانو ویلي وو چې افغانستان لپاره د یوناما فعالیتونه «موثر نه دي» او باید د افغانستان د وضعیت په اړه بېطرفه چلند وکړي.
د طالبانو او یوناما ترمنځ د وروستیو سیاسي ناندریو له امله، تمه کیږي چې دې غونډه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د راتلونکې په اړه مهم بحثونه وکړي.