
په افغانستان کې د ښځو نړیواله ورځ نور د لاسته راوړنو د نمانځنې ورځ نه ده، بلکې د مقاومت او عدالت غوښتنې یو سمبول ګرځېدلی دی. څلورم کال لپاره په پرلهپسې ډول، د افغانستان ښځې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ دي، خو بیا هم د ازادۍ او بنسټیزو حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.
سږکال د مارچ اتمه، د ښځو د حقونو فعالانو په بېلابېل ډول نړیوالو ته خپل د اعتراض غږ ورساوه او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه وکړه چې نور په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي. طرزپرس دا غوښتنې تحلیل کړې او درې اساسي غوښتنې یې مشخص کړې دي.
۱. د طالبانو ټول بندیزونه ژر تر ژره لغوه شي
ښځې غواړي چې د زدهکړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو ټول بندیزونه پرته له قید او شرطه پای ته ورسېږي. د راپورونو له مخې، له ۲.۵ میلیونه ډېرې افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې شوي دي. ښځې وایي، «موږ درس ویل غواړو، نړۍ ولې چوپ ده؟»
۲. له طالبانو سره هر ډول تعامل ودرول شي
د افغانستان ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل بس کړي، ځکه دا تعامل د ښځو پر ضد د محدودیتونو د زیاتوالي لامل شوی. د ښځو فعالانو غوښتنه وکړه چې طالبان د دوی پر وړاندې د خپلو «جنایاتو» لپاره باید محاکمه او منزوي شي.
۳. د افغانستان د ښځو پر ضد پالیسۍ د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي
د ښځو د حقونو فعالانو غوښتنه وکړه چې نړیوال سازمانونه د طالبانو پالیسۍ د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسميت وپېژني او پر وړاندې یې جدي اقدامات وکړي.
ایا نړۍ به عمل وکړي؟
سره له دې چې ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او یونسکو د طالبانو د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه کړې، خو د افغانستان ښځې وايي یوازې اعلامیې بسنه نه کوي. «موږ خواخوږي نه غواړو، موږ عمل ته اړتیا لرو.» ښځې خپل غږ نهغواړي چوپ کړي، او هیله لري چې دا ځل، نړۍ یوازې د نندارهچي په نقش کې پاتې نه شي.