
په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د امنیت ادعا کوي، خو طرز پرس په ځانګړي ډول موندلي چې په ورستیو ورځو کې درې ماشومان د افغانستان په درې ولایتونو لکه بدخشان، کندز، او تخار کې په مرموز او بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
له بدخشان ولایت څخه یو شمېر معتبرې سرچینې طرز پرس ته وایي چې اختطافچیانو په دغه ولایت کې یو ماشوم لومړی تښتولی او وروسته یې په داسې بې رحمۍ سره وژلی چې د ماشوم د وجود غړي یې ځینې اخیستي دي. دغه ماشوم «عثمان» نومېږي او د «جاوید الفت» زوی دی.
د سرچینو په وینا، عثمان دوه میاشتې مخکې د بدخشان له ارګو ولسوالۍ اختطاف شو او اختطافچیانو د هغه له کورنۍ نه پیسې غوښتي وې. هغه انځورونه چې طرز پرس ته رسېدلي، ښيي چې اختطافچیانو د دغه ماشوم زړه، سترګې او ځېګر ترې ایستلي او د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په یوه ګوښه سیمه کې یې د هغه جسد غورځولی دی. سرچینې وایي عثمان شپږ کاله عمر درلود او د بدخشان له یوه بې وزله کورنۍ څخه وو.
په ورته وخت کې، یو شمېر سرچینې طرز پرس ته مالومات ورکړي چې د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د سیاب په نامه سیمه کې یوه ماشومه جینۍ د «نقیب» په نوم کس لخوا له جنسي تېري وروسته د چاقو په واسطه وژل شوې ده. دا پېښه تېره اونۍ ترسره شوې او سرچینې وایي چې په دغه ماشومه نجلۍ لومړۍ جنسي تېری شوی او بیا په بې رحمۍ د چاقو په واسطه، سر یې ترې غوڅ شوی دی.
ځینې سرچینې طرز پرس ته ویلي چې تېری او وژنه د نقیب الله په نوم ۲۹ کلن کس لخوا ترسره شوې ده؛ خو طرز پرس ته رسېدلي انځورونه ښیې چې په دغه ماشوم په ډلهییزه توګه جنسي تېری شوی دی. تر اوسه د دې پېښې اصلي علت نه دی روښانه شوی او طالبانو هم په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
بل پلو، یو پلار د کندز په امامصاحب ولسوالۍ کې خپل درې کلن ماشوم د چاقو په واسطه وژلی دی. د راپورونو له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ، د کب۱۹مه، شوې ده. دغه پلار د طالبانو له خوا نیول شوی او خپله ګناه یې منلې ده. تر اوسه د دې پېښې اصلي علت هم نه دی څرګند.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان په افغانستان کې د امنیت ادعا کوي، خو پر ماشومانو وروستي خونړۍ پېښې ثابتوي چې دغه ډله په هېواد کې د امنیت په تامین کې پاتې راغلي او ان له اختطاف چیانو څخه د ماشومانو د ژغورلو په برخه کې هم پر وخت اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.