تهران کې د هنیه د ترور په تړاو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون ۲۴ کسان نیول شوي

طرز پرس

13 اسد 1403

GT2CnH6XoAAFVkU.jpeg

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د استخباراتو ادارې، ۲۴ لوړپوړي امنیتي او استخباراتي افسران د تهران په شمال کې د اسماعیل هنیه د ترور په تړاو نیولي دي.
طرز پرس ـ نیویارک ټایمز د دوو باخبرو ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په نیول شویو کسانو کې لوړ پوړي استخباراتي او امنیتي چارواکي او د تهران په شمال کې د سپاه پاسداران د امنیتي مېلمستون کارکوونکي شامل دي. تېر پنجشنبې په ورځ نیویارک ټایمز په سیمه کې د خپلو امنیتي سرچینو په حواله لیکلي وو، چې اسماعیل هنیه د سپاه پاسداران په خوندي میلمستون کې د یو ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي پر مټ هغه مهال وژل شوی چې په خونه کې د ده د حضور په اړه ډاډ ترلاسه شوی وو.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته، سپاه پاسداران هغه لوړپوړي امنيتي او استخباراتي چارواکي چې د دغه مېلمستون امنیت یې پر غاړه درلود، ونیول.
تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دا چاودېدونکي توکي د اسماعیل هنیه په خونه کې څنګه او له کومې لارې ځای پر ځای شوي وو، خو د تهران په زړه کې او د سپاه پاسداران په یو خوندي میلمستون کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل د ایران امنیتي او استخباراتي وړتیا په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کوي.