د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیول شوی دی

طرز پرس

22 اسد 1403

1631371712_faiz-hameed.jpg

د پاکستان چارواکي وایي چې د دې هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید، د ځمکې غصب او د قیمتي اجناسو تښتولو په تور نیول شوی دی.
طرز پرس - جیو نیوز راپور ورکړی چې د فیض حمید د نیولو عملیات نن «دوشنبه، د زمري ۲۲مه» ترسره شوي دي. دغه رسنۍ ويلي چې دمګړۍ حکومت له خوا یوه څېړنیزه محکمه جوړه شوې ترڅو د جنرال فیض حمید پر وړاندې د «تاپ سټي» په قضیه کې د ادعاوو هر اړخیز څېړنه وکړي. د جیو نیوز د راپور پر بنسټ، جنرال فیض حمید د پاکستان حکومت لخوا په دې هم تورن شوی چې له تقاعد وروسته یې د دې هېواد د پوځ قانون نقض کړی دی. د پاکستان چارواکي دغه رسنۍ ته ویلي چې د جنرال فیض حمید د قضیې څیړنې پروسه پیل شوې او نوموړی نن توقیف خونې ته لېږدول شوی دی. تاپ سټي شرکت یو کال وړاندې د پاکستان ستره محکمې ته شکایت کړی وو چې جنرال فیض حمید یو شمېر ځمکې غصب کړي او قیمتي اجناس یې تښتولي دي.