واشنګټن: امریکا په سیمه کې د کړکېچ مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده

طرز پرس

15 اسد 1403

download.jpeg

په سیمه کې د را پېښېدونکي جګړې د احتمال په اړه له را پیدا شویو اندېښنو وروسته، واشنګټن اعلان وکړ چې د دغو احتمالي جګړو د کمولو او مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده.

طرز پرس- د رویټرز د خبر له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مرستیال جان فاینر ويلي چې متحده ایالات د کړکېچ د مدیریت او مخنیوي لپاره د بېلابېلو سناریوګانو لپاره تیاری نیسي. رویټرز د جان فاینر په حواله لیکي چې نوموړي د اپریل په میاشت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل برید ته اشاره کړې او ویلي چې ایران په ځوابي اقدام کې پر اسراییل توغنديز بریدونه کړي چې په وینایې په اوسني شرایط کې هم د ورته سناریو د تکرار احتمال شته.
جان فاینر ويلي، په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي تحرکات د "تاوتریخوالي مخنیوي او مدیریت " په هدف ترسره کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځوکې د امریکایي پوځيانو په ګډون، ډېر شمېر جنګي الوتکې او جنګي بېړۍ ګانې هم سیمه کې نظامي مانورونه ترسره کوي او واشنګټن وايي چې «هدف یې په سیمه کې د احتمالي بریدونو او پراخې جګړې مخنیوی دی».
په سیمه کې د پراخې جګړې په اړه دا اندېښنې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته زیاتې شوي. ایران د هنیې ترور اسرائیل ته منسوبوي، خو اسرائیل وايي چې د دوی کار نه دی.