پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي برید له کبله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

طرز پرس

20 اسد 1403

Pakistan Army Fresh Wallpapers 2013 (1).jpg

د پاکستان پوځ تاييد کړه چې نن د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په برید کې په پښتونخواکې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې 'ای اېس پي ار' په یوه بیان کې ویلي، چې دا برید د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه، د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې ترسره شوی او په ترڅ کې یې د ټي ټي پي څلور جنګیالي هم وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان هم د دې برید مسوولیت منلی، خو ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستان تل ویلي چې افغان طالبان په پاکستان کې د ورانکارو بریدونو لپاره له TTP سره مرسته کوي. جنرال عاصم منیر د اګست په اتمه په اسلام اباد کې د دیني عالمانو په غونډه کې وویل چې طالبان باید د افغانستان او پاکستان څلویښت کلنې دوستۍ ته پام وکړي او د تحریک طالبان پاکستان لپاره دې له پاکستان سره خپله اوږده ملګرتیا دې نه ورانوي.