نیویارک تایمز: علی خامنه یې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو امر کړی

طرز پرس

11 اسد 1403

962595-khamenei.jpg

نيويارک ټايمز د ایران د امنيتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد مذهبي مشر علي خامنه اي د ایران امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د اسماعیل هنیه د ترور په غبرګون کې په مستقیم ډول د اسرائيل حيفا او تل اویو ښارونه په نښه کړي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د ایران مذهبي مشر علی خامنه ای دغه څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د جولای ۳۱ مه د ایران د ملی امنیت د شورا په فوق العاده غونډه کې کړي دي. په همدې حال کې د اسرائیل د پوځ راډیو هم خبر ورکړی چې ایران هڅه کوي له سوریې، عراق، لبنان او یمن څخه پر اسرائیل توغندیز بریدونه پیل کړي. له بلې خوا، د اسرایل ۱۲ چینل بیا راپور ورکړی چې بهرنیو هوایي شرکتونو هم د امنیتی اندیښنو له کبله اسراییل ته خپلې الوتنې لغوه کړي دي.
خو بل پلو اروپايي ټولنې بیا دواړو لوریو ته بلنه ورکړې چې له زغمه کار واخلي. بي بي سي د اروپايي ټولنې د ویاند پیټر سانټو له خولې ویلي، "هېڅ هېواد او هېڅ ملت به په منځني ختیځ کې له کړکېچ څخه ګټه پورته نه کړي." په ورته وخت کې سپیڼې ماڼۍ بیا ویلي چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه راپورونه نه شي تاییدولی. سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي خو ټینګار یې کړی چې په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونه د بشپړ چمتووالي په حال کې دي.