په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو یوه اونۍ وروسته، سعودي عربستان اعلان وکړ چې دا د ایران د حاکمیت ښکاره نقض ده او دوی د دغه عمل خلاف دي.
طرز پرس- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته "د زمري ۱۷مه" د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په تهران کې د هنیه وژنه د ایران د حاکميت ښکاره نقض ده او د سعودي دولت " د حکومتونو په کورنیو چارو کې د هرډول تيري کوونکي اقدام مخالف دی"
دا په داسې حال کې ده چې شهزاده محمد بن سلمان شاوخوا دوه ورځې وړاندې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په خبرو کې په سیمه کې د کړکېچ جوړونکو اقداماتو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و. د الیزې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي ولیعهد په دغه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې په سیمه کې کړکېج د هیڅ لوري په ګټه نه ده.