د کړکېج مخنیوي لپاره د تهران د دریځ بدلولو په موخه ډیپلوماتیکې هڅې

طرز پرس

15 اسد 1403

4204707.jpg

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په یوه ناڅاپي سفر تهران ته تللی او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې لېدلي دي. امریکایي رسنیو ویلي چې ښاغلی صفدي د اسرائیل پر ضد د اقداماتو په اړه د تهران د دریځ بدلولو په موخه تهران ته تللی وو، خو پزشکیان ورته ویلي چې د "اسرائیل تېروتنه به بې ځوابه پاتې نه شي."
طرز پرس- تهران ته د اردن د بهرنیو چارو وزیر دغه بې ساري سفر په سیمه کې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د ډپلوماټیکو هڅو په لړکې ترسره شوی دی. امریکايي رسنیو ویلي، چې دغو ډیپلوماتیکو هڅو تر اوسه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې او تهران له خپل دریځ نه دی په شا شوی.
په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د اردن پاچا ملک عبدالله هم په منځني ختیځ کې د جګړې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او پر دواړو لوريو غږ کړی چې خپلو اقداماتو په اړه دې غور وکړي. په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته، ایران د غچ اخېستو ګواښ وکړ. د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم نن وویل چې ایران اسراییل ته به داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، چې اسراييل او ملاتړي یې له خپلو کړنو پښیمانه شي.
له بلې خوا د امریکا متحده ایالات سیمې ته پوځي ځواکونه او چټکې جنګي الوتکې استولي دي، څو په وینایې له یوې "احتمالي ګډوډۍ" مخنیوی وکړي.