نیویارک ټایمز: ایران د روسیې په ځواکمن دفاعي سیسټم تجهیز کيږي

طرز پرس

16 اسد 1403

OIP.jpeg

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې ایران د روسیې په ځواکمن دفاعي سیسټم تجهیز کیږي او مسکو وار له مخه تهران ته د دغو پرمختللو دفاعي تجهیزاتو استول پیل کړي دي.
د طرز پرس په رپوټ، امریکايي رسنۍ نیویارک ټایمز لیکلي چې تهران له خوا دغه غوښتنه له اسرائیل سره د احتمالي جګړې لپاره د تابیا په هدف ترسره شوې او روسیې هم منلې ده چې تهران ته پیاوړي دفاعي تجهیزات ورکړي. نیویارک ټایمز د ایران امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې تهران ته د دې "هوایي او نورو پرمختللو دفاعي سیسټمونو" د سپارلو بهیر وار له مخه پیل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ تهران ته لاړ او د ایران له ولسمشر او د دغه هېواد له لوی درستیز سره یې وکتل او په سیمه کې یې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د امریکا متحده ایالات د ایران له خوا پر اسرائیل د احتمالي برید اعلان کړی، خو ویلي یې دي چې دوی د دغه سیمه ییز کړکېچ د مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده.