د ترکیې او پاکستان مشرانو د افغانستان د سولې، ثبات او امنیت پر ارزښت ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کې د یوه داسې ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، چې باید د ټولو قومونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي.