
په کندز کې وسلهواله نښته؛ طالبان په علیآباد ولسوالۍ کې له ناپېژندو وسلهوالو سره نښته کړې. د کندز له علیآباد ولسوالۍ څخه د طالب جنګیالیو او ناپېژاندو وسلهوالو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
دا نښته نن شپه «دوشنبه، د سلواغې۲۹مه» د انگور باغ په سیمه کې شوې ده او تر اوسه پورې د احتمالي تلفاتو په اړه دقیق جزئیات نه دي ورکړل شوي. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې د طالبانو یو رینجر موټر هدف ګرځېدلی او ورته زیان رسیدلی دی.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې طالبان له کومې وسله والې ډلې سره نښته کړې او دا جګړه په څه رامنځته شوې ده. د طالبانو سیمهایزو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو عیني شاهدانو طرز پرس ته ویلي چې په سیمه کې د ډزو پرله پسې غږونه اورېدل کیږي.