
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګئی لاوروف، به په راتلونکو ورځو کې له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي. د دې سفر هدف د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې اترې بلل شوي دي.
په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي په وینا، دغه سفر د سې شنبې په ورځ یواځې د یوې ورځې لپاره ترسره کیږي. په دې لیدنه کې، لاوروف به د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ترڅنګ له نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره هم وګوري.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ خبرې اترې د سیمهییزو مسایلو او اوکراین په اړه تر بل هر وخت ډېر حساس او برخلیک ټاکونکې پړاو ته رسېدلي دي.
سره له دې چې پر دواړو هېوادونو غربي بندیزونه لګول شوي، خو تهران او مسکو هڅه کړې چې د دوهاړخیزو توافقاتو او سیمهییز ائتلاف له لارې خپلې اړیکې ثابتې وساتي.