سپینه ماڼۍ: طالبان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان مېرمنو ځپل زیات کړي دي

صمیم بارکزی

طرز پرس

3 حوت 1403

WhatsApp Image 2025-02-21 at 15.26.50_308994b4.jpg

د سپینې ماڼۍ مرستیاله ویانده آنا کلي، اعلان کړی چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، افغان مېرمنې له سختو محدودیتونو او د طالبانو له تګلارو سخته ځورېدلي دي.

کلی تېره ورځ «پنج‌شنبه، د کب ۲مه» له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د امریکا چټک وتل د دې لامل شو چې طالبان پر افغانستان بشپړ واک ترلاسه کړي او له هغه وروسته یې سخت قوانین پر مېرمنو او نجونو تطبیق کړل.

نوموړې وویل، د طالبانو تګلارې د مېرمنو زده‌کړې او کار ته سخت زیان رسولی او هغوی یې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي دي. کلي زیاته کړه چې د امریکا له لوري د بهرنیو مرستو ځنډېدو د افغان مېرمنو د زده‌کړې پر وضعیت هم ناوړه اغېز کړی، ځکه چې ګڼ شمېر تعلیمي مرکزونه د مالي منابعو د کمښت له امله تړل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ مرستیاله ویانده ټینګار کوي چې پر طالبانو د نړیوالو فشارونو د ښځو د حقونو د بېرته راګرځولو لپاره تراوسه کوم ځانګړی نتیجه نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو یې غوښتي چې پر مېرمنو لګولي محدودیتونه لغوه کړي. خو له دې ټولو سره، طالبان لا هم پر خپلو سخت‌دریځو تګلارو ولاړ دي او لا تراوسه د دې ډلې د دریځ د بدلون هېڅ نښې نه لیدل کېږي.