د طالبانو د عدلیې وزیر د فساد له کبله استعفا کړې

طرز پرس

1 حوت 1403

GkKkA1-aoAAa4YO.jpeg

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ته منسوب یو غږيز پیغام خپور شوی چې په دې پیغام کې نوموړی د فساد پراخوالي او اداري مداخلو له کبله له خپلې دندې د استعفا خبره مطرح کوي.

د دې پیغام د ثبت نېټه لا روښانه نه ده، خو شرعي په خپلو خبرو کې وایي چې څو ځله یې د فساد پر ضد اعتراض کړی، خو چایې غږ نه دی اورېدلی. هغه د طالبانو مشران او غړي ته د فاسدین او منافقین کلیمات کاروي او ادعا کوي چې په ادارو کې مداخلې، غیرقانوني پرېکړې او مالي فساد عام شوي دي.

بل پلو طرز پرس ته دوه معبرو سرچینو ویلي چې عبدالحکیم شرعي په وروستیو ورځو کې خپل دفتر ته نه دی تللی او نښې ښیي چې هغه له خپلې دندې لاس اخیستی.

په ورته وخت کې، د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې د شرعي د استعفا خبر رد کړی او دا راپورونه یې ناسم بللي دي.