
د ترکیې او پاکستان مشرانو په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت پر ارزښت ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کې د یوه داسې ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، چې باید د ټولو قومونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي.
په دې ناسته کې، دواړو هېوادونو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د رعایت، او د هغوی لپاره د تعلیمي او کاري فرصتونو د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ. اعلامیه زیاتوي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه د دواړو هېوادونو د خبرو اترو یوه مهمه برخه وه او د ترکیې او پاکستان مشرانو له طالبانو وغوښتل چې د ترهګریزو ګواښونو، په ځانګړي ډول د داعش او د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي. دغه ډلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي.
د ترکیې او پاکستان مشرانو ټینګار کړی، چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د سولې او امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري او د سیمې هېوادونو ګډه همکاري په دې برخه کې اړینه ده.
دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې، چې په افغانستان کې د بشري او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري. نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري، چې د افغانستان د خلکو او د سیمې د امنیت په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.