د پنجاب اووه اوسېدونکي تېره شپه په بلوچستان کې وژل شوي دي

طرز پرس

1 حوت 1403

GkIOyCMW8AAEO8V.jpeg

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نامعلومو وسله‌والو د بلوچستان په برخان سیمه کې اووه مسافر له یوه بس څخه ښکته کړي او په ډزو وژلي دي. دا برید د سې شنبې په شپه ناوخته د «فبروري۱۸مه» ترسره شوی او ویل کیږي چې ټول قربانیان د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، بریدګرو د مسافر وړونکي بس تر درولو وروسته د سپرلیو اسنادونه څارلي او بیا یې اووه تنه وژلي دي. ویل شوي چې یاد بس له کوټې څخه روان شوی وو او شاوخوا ۴۵ سپرلۍ یې لرلې.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې هدفمند بریدونه زیات شوي او د دې ایالت د اوسېدونکو او مسافرو د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي دا برید غندلی او دا یې «د سولې د دښمنانو نه‌ زغمل کېدونکی عمل» بللی او ژمنه یې کړې چې عاملان به یې له «سخت غبرګون» سره مخ شي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤولیت نه دی منلی.