نتانیاهو: اسرائیل د امریکا په ملاتړ د ایران د ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي

صمیم بارکزی

طرز پرس

28 دلو 1403

R.jpeg

د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د خپل هېواد پر هغه ژمنتیا ټینګار وکړ چې د امریکا په ملاتړ د ایران له هر ډول احتمالي ګواښونو سره مبارزه کوي.

نتانیاهو وویل: «اسرائیل د غزې د جګړې له پیل راهیسې ایران ته سختې ضربې ورکړي او د امریکا له بشپړ ملاتړ سره به دغه لاره په کلکه تعقیب کړي.» هغه زیاته کړه چې اسرائیل له واشنګټن سره په همغږۍ د سیمه ایزو ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي تدابیر پراخ کړی دی.

نتانیاهو ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو امنیتي همکاري اوس یوې نوې مرحلې ته رسېدلې او اسرائیل به د ایران د ګواښونو مخه ونیسي، چې د هغه په وینا، «نه یوازې د سیمه ایز بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو هم د سیمه اييز او نړیوال امنیت په برخه کې د امریکا پر ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې امریکا به د خپلو متحدانو ترڅنګ په سیمه کې ولاړه او خپل ټول ځواک سره به د ګواښونو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې په سوریه، عراق او لبنان کې د اسراييل لخوا د ایران اړوند ډلو له ځپلو وروسته، اوس پر ایران د اسراييل د بريدونو اټکل ډېر شته او باخبرې سرچینې ویلي، که امریکا تر اکتوبره له ایران سره یوې هوکړې ته ونه رسیږي؛ نو ښايي چې اسرایيل پر ایران برید وکړي.