د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان پر افغانستان بشپړ کنټرول نه لري

طرز پرس

3 حوت 1403

e530cb25-81ac-4b83-be85-b836019a4325_690.webp

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه تازه څرګندونې کړي او د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې. نوموړي د طالبانو د مطلق حاکمیت ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

مارکو روبیو دا څرګندونې د کانادايي-امریکايي خبریالې کاترین هریج سره په ځانګړې مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشروعیت له جدي ننګونو سره مخ دی. ښاغلي روبیو زیاته کړه: «کله چې یو حکومت هم له داخلي او هم له بهرني بحران سره مخ وي او د خپلې خاورې پر ټولو برخو بشپړ واک ونه لري، دا حالت یو تشه رامنځته کوي، چې ترهګریزې ډلې یې ژر تر ژره د خپل قدرت د پراخولو لپاره کاروي.»

روبینو د افغانستان اوسنی وضعیت د لسو کلونو پخوا حالت سره پرتله کړ او زیاته یې کړه: «کله چې امریکا په سیمه کې نظامي حضور درلود، دا امکان یې درلود چې د ترهګریزو ډلو پر ضد مستقیم عملیات ترسره کړي، خو اوس واشنګټن داسې امکانات نه لري.»
هغه همداراز وویل چې د امریکايي ځواکونو نه شتون، نه یوازې دا چې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي وړتیا کمزورې کړې، بلکې د امریکا نفوذ ته یې هم زیان رسولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې ومنله چې طالبان ځینې وختونه د داعش او القاعدې پر ضد اقدام کړی، خو دایې هم وویل چې په نورو ورته قضیو کې یې اقدام نه دی کړی. د نوموړي په وینا: «د افراطي ډلو په وړاندې د طالبانو چلند یوه ستراتیژیکه پالیسي نه ده، بلکې یوازې مقطعي او موقتي غبرګونونه دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم له جدي امنیتي او سیاسي کړکيچ سره مخ دی. د امريکايي چارواکو په باور که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ښايي د ترهګریزو ډلو نفوذ به د افغانستان له پولو واوړي او سیمه‌ییز ثبات ته به جدي خطرونه پېښ کړي.