د طالبانو حکومت د افغانستان د پیسو د تبادلې په لوی مارکېټ شهزاده سرای کې د سیارو صرافیو کار منع کړی دی.
د طرز پرس د راپور له مخې، په یوې اطلاعیې کې چې پرون رسنیو ته رسېدلې او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، استخباراتو ریاست، مرکزي بانک او د صرافانو د اتحادیې لهخوا لاسلیک شوې، په شهزاده سرای کې د بهرنیو اسعارو "بولۍ" منع ګرځول شوې ده.