د افغانستان ۷۵ سلنه تولیدات د ازبکستان په څلور ورځني نندارتون کې پلورل شوي دي

طرز پرس

17 سرطان 1403

73710348-1a82-4f1e-bb2c-f4e7dcea3581.jpeg

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ازبکستان په څلور ورځني نندارتون کې د افغانستان څه باندې ۷۵ سلنه کورني تولیدات پلورل شوي دي.
د «د طرز پرس» د راپور له مخې، د صنتعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چنګاښ په ۱۶مه رسنیو ته ویلي، چې دوی له ازبکستاني چارواکو سره د کابل او تاشکند ترمنځ په ۱۷ سکتورونو کې د سوداګرۍ د لومړیتوب او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي. 
عزیزي د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم لیکونو د لاسلیک کېدو خبر هم ورکوي. هغه ویلي: «دا ځل سله سل میلیون څخه زیات قراردادونه شوي دي‎او د ازبکستان لومړي وزير ژمنه کړې، چې له افغاني تراورتن تیږو او مرمر څخه به کار اخلي.»
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ازبکستاني چارواکو سره د اوسپنې د کانونو، تېلو او کرنې په سکټور کې د ازبک سوداګرو د پانګونې خبره هم کړې ده
هغه زیاته کړې: «د مزارشریف، هرات او کندهار له لارې د ریل پټلۍ مسله زموږ لویه لاسته راوړنه وه چې موږ پرې هوکړې ته ورسېدو،  موږ ډاډه یو چې دا پروګرام به ژر پیل شي.» د ازبکستان پلازمینې تاکشند ښار په دغه څلور ورځني نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو او صنعتکارانو خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.