
د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده په خپل اختریزه وینا کې، بې وزلي او لوږه «الهی تقدیر » بللی او بې وزلو افغانانو ته یې ويلي چې د خپل وضعیت په اړه قناعت وکړي او شکایت دې ونه کړي.
دا څرګندونې نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ستونزو لپاره هیڅ حل نه وړاندې کوي، بلکې بې وزلي او لوږه داسې معرفي کوي چې هېڅ ډول اصلاح ته اړتیا نه لري او باید په پټو سترګو ومنل شي.
د ملا هبت الله دا ډول لیدلوری د اقتصادي ستونزو په برخه کې د طالب واکمنانو پر مسوولیت او بې کفایتیو پرده اچوي. د موثقو شواهدو او اسلامي روایتونو پر اساس، ټول پرمختللي هیوادونه د سمې پلان جوړونې او اغیزمن مدیریت له لارې د بې وزلۍ کچه کمه کړې ده، خو طالبان بې وزلي د یوه طبیعي او بدلون نه موندونکي وضعیت په توګه معرفي کوي.
دا درک کول هم ضروري دي چې بې وزلي د یوه هیواد د اقتصادي، مدیریتي او ټولنیزو پریکړو پایله ده، نه د یو الهی تقدیر نتیجه. طالبان په تېرو درې کلونو کې نه یوازې دا چې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هېڅ طرحه نه لري، بلکې د انحصاري سیاست، د متخصصینو د ځپلو او منفک کولو، د ښځو پر حقونو بندیز او د سوداګرۍ لارې بندولو له لارې د هېواد اقتصاد فلج کړی دی.
په داسې حالت کې، آیا ممکنه ده چې بې وزلي یوازې د «الهی ارادې» نتیجه وي؟ یا دا چې اقتصادي سیاستونو په برخه کې د طالبانو کمزوري، بې کفایتي او حکومتي فساد د بې وزلۍ لامل شوی دی؟
په تاریخ کې اسلام د ټولنیز عدالت، د بې وزلو خلکو پر ملاتړ او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د هڅو پر اړتیاوو ټینګار کړی دی. اسلام خلک هڅوي چې د کار او جدو جهد له لارې د بې وزلۍ د کمولو لپاره هڅه وکړي، نه دا چې له لوږې سره د زغم امر یې کړی وي.
په ټوله کې، بې وزلي په افغانستان کې نه یوه الهی تقدیر ده، بلکې د سیاسي پریکړو، جګړې، فساد او د ادارې بې کفایتۍ پایله ده. هغه رهبري چې د هېواد د مدیریت او اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو توان نه لري، نه شي کولی چې خلک د بې وزلۍ په وړاندې خاموشۍ او قناعت ته را دعوت کړي. بې وزلي یوه ستونزه ده چې باید د هغې لپاره حل ولټول شي، نه دا چې هغې ته د الهی تقدیر په توګه وکتل شي.