
څلور کاله کېږي چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، خو د نجونو ښوونځي لا هم د زدهکوونکو پر مخ تړلي پاتې دي. دا بندیز، چې په پیل کې د موقتي پرېکړې په توګه اعلان شوی و، اوس د تاریخ له اوږدمهاله او پراخو تعلیمي محدودیتونو څخه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې هر کال میلیون ماشومان د زدهکړو په هیله بېرته خپلو ښوونځیو ته ستنېږي، خو افغانې نجونې لا هم د خپل له دغو اساسي حقونو څخه محرومې دي.
د نړيوالې ټولنې چوپتیا او تشې وعدې
په تېرو څلورو کلونو کې، نړیوالې ټولنې څو ځله د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې، خو دا اندېښنې یوازې تر ډیپلوماتیکو اعلامیو او ټویټري غبرګونونو محدودې پاتې شوې دي. هېڅ داسې عملي اقدام نهدی شوی، چې د ښوونځیو د بیا پرانېستلو لامل شي. دا بېپروا چلند نه یوازې د میلیونو افغانو نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی، بلکې طالبانو ته یې دا پیغام ورکړی چې د دوی سختدریځې پالیسي له جدي نړیوالو پایلو پرته دوام موندلی شي.
طالبان او د نجونو له زدهکړو څخه سیاسي امتیاز اخیستل
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه یوازې یوه ایډیولوژیکه پرېکړه ده، بلکې د سیاسي امتیاز اخیستلو وسیله هم ګڼل کېږي. طالبان د ښځو د حقونو پر نړیوال اهمیت پوهېږي او هڅه کوي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانېستل د خپلې حکومتولۍ د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په بدل کې معامله کړي. خو دا سیاست تر کومه ګټور تمامېدای شي؟ آیا نړیواله ټولنه او لویدیځ به دې ته غاړه کیږدي چې د نجونو د ښونځيو په بدل کې له طالبانو سره تعامل وکړي او آیا طالبان دومره کمزورې سیاسي ستراتیژي لري چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د نجونو پر انساني حقونو تېری کوي..؟
ایا د طالبانو رسميت پېژندنه به د افغانستان ستونزه حل کړي؟
یو له مهمو پوښتنو څخه دا ده چې که طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، آیا د افغانستان بحران به ورسره حل شي؟ ځینې هېوادونه باور لري چې له طالبانو سره تعامل کولی شي دغه ډله نرمښت وښيي، خو حقیقت برعکس دی. تاریخ ښودلې چې د افغانستان ستونزه یوازې نړیواله نه ده، بلکې طالبان د خپلو سختدریځو پالیسیو له امله په کور دننه هم خپل مشروعیت بایللی. د افغانستان تاريخي شالید پر بنسټ، که ځینې لویدیځ او سیمهییز هېوادونه له طالبانو سره تعامل ته زړه ښه کړي، خو افغان ولس به دغه ډله هېڅکله د یو مشروع حکومت په توګه و نه مني، ځکه طالبان له افغانانو سره خپل هرډول مناسبات خراب کړي دي.
د حل لاره څه ده؟
افغانستان په تاریخ کې له یوې تر ټولو تورې دورې سره مخ ده او د نجونو د ښوونځیو تړل یوازې د دې بحران یوه برخه شمېرل کیږي. که نړیواله ټولنه همداسې بېپروا پاتې شي، میلیونه افغانې نجونې به د طالباني سیاستونو قرباني شي. نو ځکه ولی شو چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستو لپاره یوازې ډیپلوماتیک فشارونه او اعلامیې بسنه نه کوي. نړیواله ټولنه باید جدي او عملي اقدامات وکړي. پر طالبانو د هدفمندو اقتصادي بندیزونو لګول، د دوی پر مشرانو سیاسي بندیزونه، د افغانستان دننه د مدني ټولنو ملاتړ، او د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو له لارې فشار واردول، کولی شي طالبان مجبوره کړي چې د خپلو سخت دریځو پرېکړو بیا کتنه وکړي. همدارنګه، د سیمې هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ همغږي د یوې مؤثرې ستراتیژۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.