ترکمنستان: موږ د تاپي پروژې د عملي کار پیل لپاره چمتو یو

طرز پرس

21 اسد 1403

5c653f279ded9abe67e670a58ee8e799.jpg

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د تاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره پوره چمتووالی لري او په نږدې وخت کې به په افغانستان کې د تاپي پروژې عملي کارونه پیل شي.
طرز پرس - د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شنبې په ورځ، «د زمري۲۰مه» په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر رشید میرداف د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ټیلیفوني خبرې کړي دي. د اعلامیې پر بنسټ په دغه ټلفني خبروکې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزیر ويلي چې هېواد یې د تاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره پوره چمتووالی لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم مخکې اعلان کړی و چې د تاپي پروژې پر وړاندې تخنیکي ستونزې حل شوي او اوس د عملي کار د پیل لپاره چمتو دي.
تاپي یوه لویه پروژه ده چې پر بنسټ به یې د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدول کیږي. د تاپي پروژې غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان، باور لري چې دا پروژه به د یوه سیمه‌ییز اتصال په توګه عمل وکړي او افغانستان او سیمه به د آبادۍ، اقتصادي پرمختګ او ګډو همکاریو په لور وخوځوي. کارپوهان هم په دې باور دي چې تاپي پروژه به د غړو هېوادونو تر منځ اړیکې پراخې کړي او د مشترکو ګټو له امله به د غړیو هېوادونو ترمنځ یو سیاسي اتحاد هم رامنځته کړي.