په تېرو دوو کلونو کې له ۶۰ سلنه ډېر افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کړی دی

معراج الدین مجری

طرز پرس

27 میزان 1403

resize_image_48c7193c6c3ba653ddb730b80f397468_67127cb6642ca.jpg

طرز پرس: د نړیوال څو اړخیزه بې وزلي څانګه (MPI) کلنی راپور، چې په ګډه د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) او اکسفورډ پوهنتون لخوا خپور شوی، په اندیښمنه توګه ښیي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ نږدې دوه په درېیمه برخه د افغانستان وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي. دا راپور چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت باندې تمرکز کوي، د دې رژیم لاندې د خلکو ژوند یوه توره او دردوونکې انځور وړاندې کوي.

د راپور له مخې، ۶۴.۹ سلنه د افغانستان وګړي په دې موده کې په فقر کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې یوازې شاوخوا ۵.۳ میلیونه خلک په دې وضعیت کې وو. دا شدید زیاتوالی د طالبانو د واکمنۍ او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله د افغانستان پر اقتصاد او معیشت باندې ویجاړونکې اغیزې ښیي.

افغانستان چې تل د اوږدمهاله جګړو او وسله‌والو نښتو سره مخ دی، اوس د یوې انساني فاجعې سره مخ دی چې نه یوازې له تاوتریخوالي، بلکې له فقر څخه سرچینه اخلي. د څو اړخیز فقر نړیوال شاخص په دې ټینګار کوي چې په هغو هېوادونو کې چې د وسله‌والو شخړو ښکار دي، فقر په بې ساري ډول لوړ دی. په ټوله نړۍ کې، ۴۵۵ میلیونه له تر ټولو غریبو خلکو په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې جګړو او تاوتریخوالو ځپلي دي، او افغانستان د دې هېوادونو په سر کې ځای لري. د دې هېواد خلک چې لسیزې راهیسې له جګړې، د زیربناوو ویجاړتیا او بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان دي، اوس له دې سره مخ دي چې بنسټیزو خدماتو لکه روغتیا، تعلیم او کار ته لاسرسی نلري.

دا راپور همدارنګه په ټوله نړۍ کې د فقر پر حالت تمرکز کوي او د ۱۱۲ هېوادونو ۶.۳ میلیارده خلکو وضعیت مطالعه کوي. موندنې ښیي چې په ټوله نړۍ کې ۱.۱ میلیارده خلک په مطلق فقر کې ژوند کوي او ۴۰ سلنه دا خلک په هغو هېوادونو کې دي چې په وسله والو جګړو کې ښکېل دي. افغانستان د دغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو په پایله کې یې د تر ټولو زیاتو زیانونو تجربه کړې ده. دا بدلونونه د دې لامل شوي چې خلکو ته د مالي سرچینو او بنسټیزو خدماتو لاسرسی په شدت سره کم شي او د کورنیو اقتصادونه د سقوط په حالت کې قرار ونیسي.

آخیم شتاینر، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام مدیر، په دې راپور کې د وسله‌والو شخړو د زیاتوالي او د هغې د خلکو پر ژوند اغیزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي: «په وروستیو کلونو کې جګړې په شدت سره زیاتې شوې دي. د انساني تلفاتو شمیر لوړې کچې ته رسیدلی او میلیونونه خلک بې‌ځایه شوي دي. دا وضعیت نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی، بلکې د هغوی معیشت یې هم په شدید ډول اغیزمن کړی.» په حقیقت کې، په هغو هېوادونو کې لکه افغانستان، له هر څلورو بې وزله کسانو یو تن بریښنا ته لاسرسی نلري، په داسې حال کې چې په هغو هېوادونو کې چې نسبتا ثبات لري، له هر شلو کسانو یو تن له دغه مشکل سره مخ دی. دا څرګنده توپیر د دې هېوادونو نابرابري په ژوره توګه ښکاره کوي.

په دې راپور کې، له نورو شاخصونو څخه چې په تفصیل سره څېړل شوي، د خلکو لاسرسی د روغتیایي خدماتو او استوګنځي ته دی. موندنې ښیي چې په ټوله نړۍ کې ۸۲۸ میلیونه خلک له روغتیایي خدماتو څخه بې برخې دي او ۸۸۶ میلیونه نور مناسب استوګنځي نه لري. دا ستونزې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په اوسني حالت کې چې طالبان واکمن دي، په شدیده توګه ښکاره دي. خلک له جدي کمښت سره مخ دي، چې په روغتیایي خدماتو او استوګنځیو کې یې لاسرسی ډېر محدود شوی.

سوء تغذیه هم یو له هغو لویو ننګونو څخه ده چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې ده. د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۶۳۷ میلیونه خلک له سوء تغذیې کړېږي او افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې دا ستونزه په کې په اوج کې ده. ښځې، ماشومان او نور زیان‌منونکي وګړي په ځانګړې توګه د دې ستونزې له امله په خطر کې دي، ځکه چې په دوی باندې سخت اقتصادي او ټولنیز محدودیتونه لګېدلي دي. د خوړو کافي موادو ته نه لاسرسی او د نړیوالو مرستو کمښت، ډېری کورنۍ په داسې بحراني حالت کې اچولي چې د بقا لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

په دې وروستیو ورځو کې، نړیوال بانک هم اعلان کړی چې افغانستان د نړۍ په ۲۶ تر ټولو بې وزله هېوادونو کې ځای لري. د طالبانو بیا واک ته رسېدل او ټولنیزې او اقتصادي محدودیتونه د نړیوالو مرستو په کمېدو او په پایله کې د ملي اقتصاد په له منځه وړلو کې مرسته کړې ده. کورنۍ چې له بېکارۍ او د عایداتو د سرچینو له نشتوالي کړېږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي بحرانونو سره مخ دي. ډېری یې نور د خپلو ورځینو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ژوند یې په ویره، فقر او لوږه کې روان دی.

دا راپور په ټوله کې دا ښیي چې د افغانستان وضعیت نه یوازې بحراني دی، بلکې د نړیوالې ټولنې د عاجلې مرستې اړتیا لري. نړیواله ټولنه او نړیوالې ادارې باید دې هېواد او د هغه خلکو ته ډېر پام وکړي څو له دې انساني فاجعې څخه مخنیوی وشي. د افغانستان د اقتصاد د بیا رغونې او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره جامع او اغېزمن پلانونه اړین دي او پرته له دغو پلانونو، ممکن میلیونونه خلک لا هم په شدید فقر کې پاتې شي.

راپور په پای کې خبرداری ورکوي چې د دې حالت دوام به د افغانستان راتلونکې او راتلونکو نسلونو لپاره له فاجعه ډکې پایلې ولري. د اساسي خدماتو لکه روغتیا، تعلیم او کار ته لاسرسی برابرول نه یوازې د فقر د کمولو لپاره، بلکې د افغانستان په ټولنه کې د باور او ثبات د بیا رغونې لپاره حیاتي اهمیت لري. جدي توجه دې مسلو ته کولی شي د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیسي او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کولو لاره هواره کړي.