طالبان: د افغانستان سوداګرۍ پراختیا موندلې

طرز پرس

12 اسد 1403

R.jpeg

طالبانو اعلان وکړ چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې سوداګري د پام وړ وده کړې او شاوخوا لس میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرکال کې افغانستان ۱/۸ میلیارده ډالره صادرات او ۸/۲ میلیارده ډالر واردات کړي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، لا هم د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ لوی توپیر موجود دی او د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله ډېر دي. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغاني محصولات د سیمې هېوادونو او ان اروپايي بازارونو ته رسېدلي او دوی توانېدلي چې د بېلابېلو نندارتونونو په جوړولو سره دا محصولات نړۍ ته ور وپېژني. ښاغلي جواد زیاته کړه: " په تېر کال کې روسیې ته د افغانستان صادرات ۵۴ سلنه، ترکیې ۵۳ سلنه، ایران ۱۹ سلنه، چین ۱۶ سلنه او قزاقستان ته ۲.۵ سلنه زیات شوي دي." د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند په وینا، پنبې، پیاز، انځر، زعفران او جلغوزې هغه محصولات دي چې صادرات یې د پام وړ زیات شوي دي.