د آلمان د بهرنیو چارو وزیره: امریکا باید د پوتین د چلونو ښکار نه شي

طرز پرس

12 حمل 1404

dac1f273e0d3ed8ae04523670aa7.jpg

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره، آنالنا بئربوک، نن سه‌شنبه په یو نه‌اعلان شوي سفر کې د اوکراین پلازمینې کی‌یف ته ورسیده. الماني رسنیو ویلي چې دا سفر له اوکراین څخه د آلمان د ملاتړ د دوام په هدف ترسره شوی دی.

بئربوک د دې سفر په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د ولادیمیر پوتین د «مذاکراتو د دام» ښکار نه شي. هغې وویل چې د روسیې ولسمشر د «د وخت ضایع کولو» له لارې غواړي جګړه اوږده کړي. بئربوک د روسیې جګړه «غیرقانوني» وبلله او ټینګار یې وکړ چې لویدیځ باید د مسکو د تاکتیکونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اوکراین د جګړې د بندیدو په اړه مذاکرات تر بل هر وخت زیات تاوده شوي دي. برلین څو ځله له کی‌یف څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی، خو تل یې دا خبرداری هم ورکړی چې هر ډول بې‌وخته هوکړه ممکن د مسکو په ګټه تمامه شي او لویدیځ باید دې ټکي ته پام وکړي.