د افغانستان راتلونکی د بېرته تولیدېدونکو انرژیو پورې تړلی دی: سرچینې، ننګونې او فرصتونه

حامیه نادري

طرز پرس

28 میزان 1403

1376706_911.jpg

افغانستان که څه هم د طبیعي انرژیو د سرچینو درلودو له کبله بډای هېواد دی، خو بیا هم تل په وارداتي برېښنا پورې تړلی دی او د دې هېواد ډېری وګړي برېښنا ته لاسرسی نه لري. په داسې حال کې چې نړۍ د پاکو او دوامدارو انرژیو د پراخې استفادې په لور روانه ده، افغانستان هم کولای شي چې له خپلو بېرته تولیدېدونکو پوتانسیلونو څخه په ګټې اخیستنې سره، نه یوازې د انرژۍ په ځان بسیاینې کې بریالی شي، بلکې د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې هم مهم رول ولوبوي.

په افغانستان کې د انرژۍ د تأمین اوسنی وضعیت

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ددې هېواد له ۴۰ میلیونه نفوس څخه یوازې ۳۵ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري. دا شمېرې ښيي چې ۶۵ سلنه د افغانستان خلک چې ډېری یې په کلیوالو او غرنۍ سیمو کې ژوند کوي، له برېښنا څخه محروم دي. په تېرو دوو لسیزو کې د انرژۍ زیربناوې ډېر پرمختګ نه دی کړی او کلیوال لا هم له برېښنا بې‌برخې دي.

له بلې خوا، افغانستان هر کال شاوخوا ۱۴۰۰ مېګاواټه برېښنا واردوي چې په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه واردېږي. دغه اندازه واردات هم د زیربناوو محدودیتونو او د اړتیاوو د زیاتوالي له امله، ټول نفوس اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی. په سړو او ګرمو موسمونوکې د برېښنا پرله‌پسې پرې کېدل او جیره بندي کول هغه ننګونې دي چې ډېری خلک، په ځانګړې توګه په ښاري او شاوخوا سیمو کې ورسره مخ دي.

د بېرته تولیدېدونکو انرژیو بالقوه پوتانسیلونه

افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت او طبیعي شرایطو له مخې، د بېلابېلو ډولونو د بېرته تولیدېدونکو انرژیو د تولید لپاره ډېرې مناسبې وړتیاوې لري:

۱- لمریزه انرژي: افغانستان په کال کې په اوسط ډول شاوخوا ۳۰۰ لمرینې ورځې لري چې دا هېواد د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره له مناسب ترینو ځایونو څخه ګرځوي. د لمریزې انرژۍ تختې کولای شي د لرې پرتو او کلیوالو سیمو لپاره یو باور وړ د برېښنا د تأمین سرچینه وي.
۲- بادي انرژي: د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړې توګه د هېواد په لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې، پرله‌پسې او ځواکمن بادونه موجود دي چې د بادي برېښنا د تولید مناسب پوتانسیل رامنځته کوي. دغه وړتیا کولای شي د پاکې انرژۍ په یوه مهمه سرچینه کې د لمریزې انرژۍ ترڅنګ مطرح شي.
۳- اوبو څخه انرژي: سره له دې چې افغانستان ګڼ شمېر سیندونه او د اوبو سرچینې لري، دا هېواد د بریښنا د تولید لپاره له اوبو څخه لوړ ظرفیت لري. که څه هم د اقلیم بدلون او د وچکالۍ دوره کولای شي د دغو سرچینو ګټه اخیستنه کمه کړي، خو په اړوندو زیربناوو کې پانګونه کولای شي له دغې سرچینې څخه د دوامدارې انرژۍ تأمین سبب شي.

د دولتي اقدامات او تګلارې

د وروستیو سیاسي بدلونونو څخه وړاندې، د افغانستان دولت هڅې کړې وې چې د بېرته تولیدېدونکو انرژیو پرمختګ وکړي او پر وارداتي برېښنا خپله اتکا راکمه کړي. د دغو هڅو له جملې څخه کولای شو د کندهار په ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو ته اشاره وکړو چې ۲۰ میلیونه ډالره لګښت پرې شوی و. همدارنګه په هرات ولایت کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې هم روانې وې، خو د سیاسي بدلونونو له امله ودرول شوې.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ځینې له مخکې منظور شوي پروژې بیا پيل شوې. اوسنی حکومت د بادي او لمریزې برېښنا د پرمختګ لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره تړونونه کړي دي. له دې جملې څخه کولای شو د «زولرستان» شرکت او ترکي شرکت «۷۷» سره د ۲۰۰ مېګاواټه څخه د زیاتو بادي او لمریزې برېښنا د تولید تړونونه یاد کړو. سره له دې، سیاسي او امنیتي وضعیت لا هم د دې پروژو د بشپړې ګټې اخیستنې په وړاندې جدي خنډونه جوړ کړي دي.

د خلکو ګډون او د لمریزې انرژۍ د استفادې بهیر

د دولتي هڅو ترڅنګ، د افغانستان خلکو هم په خپلواکه توګه د لمریزې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې هڅې کړې دي. د دوامدارې برېښنا د نشتوالي له امله، ډېری کلیوالي کورنۍ په خپلو سیمو کې د لمریزې انرژۍ تختې نصب کړې دي ترڅو ابتدایي اړتیاوې لکه څراغونه روښانه کول او د بریښنایي وسایلو چارجول پوره کړي. په وروستیو کلونو کې د لمریزې انرژۍ تختو بیې راکمې شوې او د چین او هند څخه د هغوی پراخ واردات د دې سبب شوي چې په کلیوالو سیمو کې د لمریزې انرژۍ کارونه زیاته شي.

که څه هم دغه تختې یوازې د کورنیو د کوچنیو اړتیاوو لپاره کافي برېښنا برابروي او نه شي کولای پیچلي اړتیاوې لکه د تودوخې سیستمونه یا د درنو بریښنایي وسایلو کارونې پوره کړي، خو له دې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل د وارداتي برېښنا پر اتکا د کمېدو او د دوامدارې انرژۍ د زیربناوو د پراختیا په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

موجوده ننګونې 

سره له دې چې افغانستان د بېرته تولیدېدونکو انرژیو په برخه کې لوی پوتانسیلونه لري، بیا هم په دې منابعو د ګټې اخیستنې او پرمختګ په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی. له دغو ننګونو څخه مهمې یې په لاندې ډول دي:

۱- سیاسي ناامني او ټولنیزه بې‌ثباتي: سیاسي او امنیتي بې‌ثباتي د دې سبب شوې چې په بېرته تولیدېدونکو انرژیو کې کورني او بهرني پانګوال زړه نا زړه شي. ډېری نړیوال شرکتونه د امنیتي وضعیت او پرله‌پسې سیاسي بدلونونو له امله له دې چې افغانستان ته داخل شي ډډه کوي.
۲- کم زیربناوې: د بېرته تولیدېدونکو انرژیو د تولید، ذخیره کولو او ویش لپاره د مناسب زیربنا نشتون د دې برخې د پرمختګ لپاره یو له مهمو محدودوونکو فکتورونو څخه دی. د اوسني برېښنا شبکې د زړوالي او کلیوالو سیمو ته د نه پراختیا له امله د خلکو د ورځني اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
۳- د اوږدمهاله پلان نشتون: سره له دې چې په وروستیو کلونو کې ځینې بېرته تولیدېدونکې پروژې پیل شوې دي، خو افغانستان د بېرته تولیدېدونکو انرژیو د دوامدار پرمختګ لپاره یوې جامع او اوږدمهاله تګلارې ته اړتیا لري. دغه تګلاره باید د نړیوالو ادارو او سیمه‌ییزو ګاونډیانو په ملاتړ جوړه شي تر څو د موجودو پوتانسیلونو څخه بشپړه ګټه واخلي.

پایله او لړلید

افغانستان چې طبیعي سرچینې او مناسب جغرافیایي شرایط لري، کولای شي د بېرته تولیدېدونکو انرژیو د تولید په برخه کې یو مخکښ هېواد وګرځي. د لمریزې، بادي او اوبو له انرژیو څخه ګټه اخیستل، نه یوازې کولای شي برېښنا ته د خلکو لاسرسی زیات کړي، بلکې کولی شي د هېواد پر وارداتي برېښنا اتکا کمه کړي او اقتصادي پرمختګ ته هم وده ورکړي.
دغې هدف ته رسېدو لپاره، افغانستان دقیقې پلان جوړونې، نړیوالې او سیمه‌ییزې همکارۍ، او سیاسي ثبات ته اړتیا لري. که څه هم په دې برخه کې ډېرې ننګونې شته، خو د هر اړخیزو هڅو او اړینو پانګونو له جذب کولو سره، دا هېواد کولای شي په راتلونکي کې د انرژۍ او برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي او د اقتصادي پرمختګ لپاره هم یوه دوامداره لاره خپله کړي.