ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو

طرز پرس

26 میزان 1403

GaEcD7RXYAAyrC2.jpg

طرز پرس: طالبانو په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یو نوي بس موټر تولید کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل اېکس پاڼه کې ويلي چې ډېر ژر به دا بس موټر په هېواد کې د ښاري خدمتونو لپاره وکارول شي.
ښاغلي مجاهد نن پنجشنبه د تلې ۲۶مه، وویل چې: «دا د افغانستان کورنی تولید دی او ډير ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي.» ښاغلي مجاهد په پای کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په لور د ګام اخېستو لپاره هېله څرګنده کړې؛ خو د دغه بس د جوړېدو په اړه یې نور جزييات نه دي ورکړي.
دا لومړی ځل دی چې په لویه کچه د افغانستان په نوم او د طالبانو له آدرسه د یو بس موټر د تولید خبر ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ټرانسپورتي ستونزې یو تر ټولو جدي موضوع ګڼل کیږي او افغانان د ټرانسپورت د تنظیم لپاره د دولتي خدماتو غوښتونکي دي.