د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې زیاتره ماشومان په «وچه ډوډۍ او چای» ژوندي پاتې دي

طرز پرس

9 میزان 1403

vision.png

طرز پرس: د خوړو نړېوال سازمان په افغانستان کې پراخې بېوزلۍ ته په اشارې سره ویلي دي چې زیاتره ماشومان یوازې د وچې ډوډۍ او چای په خوړلو سره ژوند کوي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د تلې ۸مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان زیاتره ماشومان د بې وزلۍ او ناسم اقتصادي وضعیت له کبله ان خپلې ښوونځي پرېښي دي. په هغه مطلب کې چې د دې سازمان له ادرسه په ایکس پاڼه کې خپور شوی، ويل شوي چې دوی له افغانو ماشومانو سره اقتصادي مرستې کړي دي او دا مرستې تر یوې اندازې له کورنيو سره مرسته کړې چې خپل ماشومان بېرته تعلیم او ښوونځيو ته را واستوي.
دې سازمان زیاته کړې چې افغانې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه منع دي، خو د پراخې بېوزلۍ له امله نږدې یوه پر درېیمه برخه ماشومان هم خپلې لومړنۍ زده کړې نه شي پای ته رسولی.
د خوړو نړېوال سازمان مخکې هم په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک نه‌ پوهېږي چې خپل د خواړه دویمه وعده څنګه او له کومه ځایه چمتو کړي.