طالبانو په شهزاده سرای کې د سیارو صرافیو کار منع کړی

طرز پرس

19 سرطان 1403

1a13aeab-b7ed-40ba-932e-edb5248481a1.jpeg

د طالبانو حکومت د افغانستان د پیسو د تبادلې په لوی مارکېټ شهزاده سرای کې د سیارو صرافیو کار منع کړی دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، په یوه مکتوب کې چې پرون رسنیو ته رسېدلې او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، استخباراتو ریاست، مرکزي بانک او د صرافانو د اتحادیې له‌خوا لاسلیک شوې، په شهزاده سرای کې د بهرنیو اسعارو "بولۍ" منع شوې ده. په دې مکتوب کې د دې کار دلیل په مشخص ډول نه دی څرګند شوی. اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو له دې حکم سره هغه سلګونه صرافان به بې‌کاره شي چې په شهزاده سرای کې دننه سیارې صرافۍ لري. په شهزاده سرای کې دننه د پولي خدماتو او د اسعارو د تبادلې په شرکتونو سربېره ګڼ خلک له کلونو کلونو سیارې صرافۍ لري.