د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي ننګونو ارزونه: ریښې او پایلې

حاميه نادري

طرز پرس

28 میزان 1403

Torkham-border.jpg

طرز پرس: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ننګونې له څو لسیزو راهیسې له پېچلو سیاسي تګلارو سره تړلې دي. پاکستان په دې کلونو کې تل له ترانزیت څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی چې پر افغانستان فشار راوړي، او دا مسئله نه یوازې د افغانستان پر اقتصاد او بازار باندې اغېز کړی، بلکې کورني نارضایتۍ یې هم راپورته کړي دي.

د دې ننګونو د حل لپاره، د افغانستان پخواني حکومت له پاکستان سره د "آپتا" په نوم یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ. دا هوکړه لیک باید د دواړو هېوادونو د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره یوه لاره پرانیستې وای، خو آپتا د دغو ننګونو سیاسي ریښې له امله ونه توانېد چې له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې حل کړي. بل لور ته، پاکستان تل افغان سوداګریزو موټرو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې د جنوبي اسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه هند، ته سفر وکړي. دا تګلاره د افغان صادرونکو، په ځانګړې توګه د مېوو او سبزیجاتو په برخه کې، لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د نوي حکومت په راتګ سره، تمې ډېرې شوې چې دا ننګونې به حل شي. خو نه یوازې پخوانۍ ستونزې حل نه شوې، بلکې په ځینو مواردو کې نورې هم زیاتې شوې. د سوداګریزو پولو تړل او د پاکستان له خوا د ګمرکي تعرفو لوړول، په پرله‌پسې ډول د افغان بزګرانو او سوداګرو لپاره زیانونه اړولي دي.

د دې ننګونو په ځواب کې، افغان چارواکو هڅه کړې چې د ترانزیت لپاره بدیل لارې ومومي. ګاونډیو هېوادونو، لکه ایران او د مرکزي اسیا هېوادونو، ته د نوي سوداګریزو او ترانزیتي هوکړو د رامنځته کولو لپاره ډیپلوماټیک سفرونه، د دغو هڅو یوه برخه وه. که څه هم دا بدیل لارې د نوېو فرصتونو په توګه مطرح کېږي، خو حقیقت دا دی چې افغانستان په بشپړ ډول له پاکستاني ترانزیتي لارو بې‌نیازه کېدای نه شي.

په پای کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ننګونې یوازې په اقتصادي مسایلو پورې نه محدودېږي، بلکې دا ستونزې ژورې سیاسي، سرحدي او امنیتي اړخونه هم لري. پاکستان، چې کلونه د افغانستان د کورنیو واکمنیو لپاره د اصلي ملاتړ کوونکي په توګه فعالیت کاوه، اوس د ترانزیتي فشارونو او امنیتي ادعاوو په زیاتولو سره هڅه کوي چې د افغانستان پر اوسني حکومت نور نفوذ هم وکړي.

د دې ننګونو د تلپاتې حل لپاره، اړینه ده چې افغانستان یوه نړیواله او اوږدمهاله تګلاره غوره کړي او د ډیپلوماټیکو هڅو په چوکاټ کې د یوې دوامدارې حل لارې په لټه کې وي ترڅو د محدودو لارو او بهرني فشار څخه خپله اتکا کمه کړي.